د اونۍ خبره: د مۍ لومړۍ نیټه، د امریکا ناقضه څیره بیا بربنډه کړه
05/02/2021 | خالد مشعل

Print


نن  د ۲۰۲۱ز کال د مۍ میاشتې لومړۍ نیټې ده. د امریکا او طالبانو د دوحې تړون (۱۰/۱۲/۱۳۹۹) له مخې، دا باید په افغانستان کې د امریکایي او ناټو نظامي ځواکونو وروستۍ ورځ وای او ټول بهرني اشغالګر ځواکونه له افغانستانه په بشپړ ډول وتلي وای. خو امریکایي دولت د تل په څیر دغه توافق‌لیک په خورا سپین‌سترګی سره نقض کړ او د خپلو ځواکونو د وتلو نیټه یې څه باندې څلور میاشتې شاته و خورځوله.
د طالبانو او د امریکايي دولت د تړون له مخې چې په ۱۰/۱۲/۱۳۹۹ نیټه لاسلیک شو؛ تر نن پورې باید ټول امریکايي ځواکونه له افغانستان څخه وتلی وای، بین الافغاني مذاکراتو په نتیجه کې بین الافغاني توافق رامنځ ته شوی وای او  افغان کړیدلی ولس د یوه دایمي اوربند شاهد وای.
اما، موږ وینو چې د امریکایي دولت له لوری دغه تړون بند په بند ماتیږي او په قصدي توګه وضعیت داسې مدیریت کیږي چې د تړون دمحتویاتو د تطبیق چاره شاته و غورځول شي. امریکایي دولت قصداً و نه غوښتل چې بین الافغاني مذاکرات یوه توافق ته ورسیږي. دې مسئلې ته یې داسې زمینه برابره کړه چې د اشرف غني حکومت ته یې شین څراغ ور کړ چې پښه ټینګه کړي او له سخت دریځ څخه کار واخلي. امریکایي دولت هم په پلان شوي توګه ځان شاته ونیا او داسې لازم فشار یې وارد نه کړ چې افغان حکومت نرمښت ته اړ باسي.

د دې سربیره، امریکايي دولت قصدا د خپلو ځواکونو د وتلو چاره پيل نه کړه. قدرت ته د بایډن د ادارې به راتګ سره، څو میاشتې عامه افکار په دې مصروف وساتل چې موږ د دوحې تړون ته له سره کتنه کوو. حال دا چې دوی د تړون د نقض تصمیم له اوله نیولی وو. په بیا کتنه کې کوم داسې څیز د بایډن دولت اضافه نه کړ چې هغه ډیر پيچلی وي او په اړه یې تصمیم نیول، ډیر وخت ته اړتیا لرله. دا چې د امریکایي دولت اراده له سره دا وه چې تړون نقض کړي، نو د «بیا کتنې» د پلمې په مطرح کولو سره یې تړون په صراحت سره نقض کړ او د ځواکونو د خروج نیټه یې څو میاشتې شاته کړله.
د دې تر څنګ، په ټول افغانستان کې په شدت سره جګړه، ترور، چاودنې او وژنې روانې دي. داسې ورځ به نه وي چې حکومتي ځواکونه، د طالبانو جنګیالي او لسګونه عام افغانان د روانې جګړې قرباني نه وي. تر ډیره د تلفاتو ارقام پټ ساتل کيږي، تر څو د دواړو لورو د جنګیالیو په روحیه منفي اغیز و نه کړي. نو د سولې د پروسې او امریکا-طالبانو د دوحې  تړون پایله افغان ولس ته هیڅ کومه ګټه و نه رسوله. جګړه په هماغه شدت روانه ده او افغان ولس یې د اور په لمبو کښینولی دی. د دې تړون ګټه یوازې اشغالګرو ځواکونو ته ورسیده او بس. دوی په خپلو اډو کې خوندي او په امن ناست دي.
یو شی چې لا هم معلوم نه دی، هغه د افغانستان تیاره راتلونکې دی. هیڅوک نه پیوهیږي چې افغانستان په کوم لوري روان دی. بین الافغاني مذاکرات په ټپه ولاړ دي. افغان حکومت او د طالبانو تحریک لګیا دی په چټکۍ سره د جګړې لپاره تیاری نیسي. دواړه لوري د کرکې او جګړې ژبه کاروي او ترمنځ یې هیڅ ډول اعتماد او تفاهم نشته. که چرته امریکايي ځواکونه وځي او بین الافغاني مذاکرت هم کومې نتیجې ته نه رسیږي، نو د سختې مرګونې او سراسري جګړې احتمال شته دی. دا څه تصادف نه دی، بلکې امریکا قصداً همدغه وضعیت غوښته.
له دې سره جوخت، دا احتمال هم لرې نه دی چې امریکايي دولت یوځل بیا خپله ژمنه نقض کړي او د خپلو ځواکونو حضور تمدید کړي. بهانه ورته تیاره برابره ده. هغه دا چې بین الافغاني مذاکرات کومې پایلې ته و نه رسیدل او امنیتي وضعیت هم ترینګلی دی او که چرته موږ و وځو، نو د امریکا د ګوډاګي حکومت د نسکوریدو شونتیا ډیره دی. نو په همدې دلیل، موږ دخپلو ځواکونو د وتو نیټه غزه وو. د توافقاتو نقض، د امریکايي دولت په سیاست او کړنو کې، څه نوې خبره نه دی. ځکه امریکايي دولت په خپل ۲۴۵ کلن تاریخ کې، په لسګونه  بین المللي معاهدې او تړونونه نقض کړي دي او په دې مسئله کې، هیڅ باور ور باندې نه کیږي.
دا ډیره د تعجب خبره ده! تر ۲۰ کلن اشغال او د امریکا او ناټو له هر اړخیو حضور وروسته، اوس هم افغانستان د نړۍ تر ټولو ناامنه، بې ثباته، بې‌وزله او په فساد ککړ هیواد دی. افغانان باید یوځل په خپلو ګریوانونو کې سر ښکته کړي او دا پوښتنه وکړي چې د سلګونه زره افغانانو له وژنې، د ملیاردونو ډالرو له لښګت، د شاوخوا ۵۰ قدرتمنو دولتونو له حضور سره سره، بیا هم دا هیواد د جګړې تود ډګر دی او خلک یې له سختو روانې او فزیکي ناامنیو او مشکلاتو کړیږي. د دې ټولو بدمرغیو مسئولیت د چا په غاړه دی؟ د امریکا او ناټو ۲۰ کلن حضور د څه لپاره وو؟ دوی دې ملک ته له جګړې، بې‌ثباتۍ او فقر پرته، نور څه په میراث پریښودل؟
پورته مسایل دا ثابتوي چې د افغانستان ستونزه هیڅکله د اشغالګرو له خوا نه حل کیږي. دوی یوازې دلته خپل شوم او ښکیلاکګر اهداف لټوي او بس. کله چې د دوی ښکیلاکي او استخبارتي اهداف تر لاسه شول، بیا نو پښې سپکوي او د افغانانو خپل‌منځي جګړه به روانه وي.
تر څو چې خپله افغان رهبران او افغان ولس په خپله تصمیم و نه نیسي او د اسلام په محور سره را ټول نه شي، دا ډيره لرې ده چې د بهرنیانو د مداخلې په ترڅ کې دې، دلته واقعي سوله او ټیکاو راشي.
اسلامي نظام هغه نسخه دی چې د دې خاورې ټول ولس پرې باور لري او د ټول ولس ګډ ارزښت دی. نو د اسلامي نظام په اقامې او د اشغالګرو په وتو سره، موږ کولی شو چې په یوه دسترخوان سره راټول او د ښکیلاکګرو د شومو مداخلو پلانونه شنډ کړو. نو اوس د همدې وخت را رسیدلی دی. افغان سیاسون او مشران باید دغې مسلې ته جدي پام وکړي او پرې نه ږدي چې افغانستان یوځل بیا د بهرنیو هیوادونو د رقابت په سیمه‌ییز ډګر بدل شي او عام ولس د دې رقابت دروند قیمت پرې کړي. دا هغه څه دي چې اشغالګر او د دوی داخلي او بین المللي اجنټان یې غواړي، خو دا په افغان رهبرانو او سیاسونو ده چې د دې دسیسو مخه ډپ کړي او د اسلامي نظام په اقامې سره، د افغانانو هغه آرمان ور پوره کړي چې له تیرو ۴۳ کلونو یې، د هغه د تحقق لپاره خپل سلګونه زره بچیان او عزیزان د قربانۍ  په توګه، نظرانه کړل.




   تاریخ: 05/03/2021 

fb
hadi

دیر ښه معلومات وه او پرته له دی چه افغانان په یوه دسترخوان سره را ټول نشی او داسلامی نظام په اقامی سره توافق ونکړی بله چاره نشته د افغانانو لپاره.

   ارسال نظر