د اونۍ خبره: د مسکو غونډه د تېرو ناکامو تجربو بیا تکرار
03/20/2021 | خالد مشعل

Print Print


پرون پنج‌شنبه (د کب ۲۸مه ۱۳۹۹کال) د روسیې په پلازمینه مسکو کې د ترایکا دوراني غونده وه. په دغه غونډه کې د مسکو، چین، متحده ایالاتو او  پاکستان استازو برسیره، د طالبانو تحریک، افغان حکومت او یو شمیر نورو افغان سیاستوالو او مشرانو په کې ګډون کړی و.
د غونډې اصلي اجنډا په دوحه کې د افغان سولې د روان بهیر تسریع کول او له مخې د خنډونو لري کول ویل شوي و. په خپل ذات کې، دا یوه مهمه او اساسي غونډه وه. ځکه د افغانستان د کړکیچ بهرنيو اساسي لوبغاړو (متحده ایالات، روسیه، پاکستان او چین) په کې ګډون درلود او تر ډیره په یوه خوله وو. ناستې دوه ورځې دوام وکړ او په درشل کې د افغان اړخونو ترمنځ حاشیوي لیده کاته تر سره شول او خپل نظرونه او دریځونه یې سره تبادله کړل.
په پای کې د ترایکا غړو( متحده ایالت، روسیه، چین جمع پاکستان) هیوادونو یوه ګډه اعلامیه خپره کړه چې په هغه کې د افغانستان د جګړې په سیاسي حل، د دوحې د بین الافغاني خبرو په چټکتیا، سراسري اوربند، ټول شموله حکومت او ځینو نورو مسایلو ټینګار شوی او له هغو څخه یې خپل ملاتړ اعلان کړی وو.
اوس اساسي پوښتنه دا ده چې ایا د مسکو او دې ته ورته نورې غونډې (لکه د ترکې راتلونکې ناسته) به د افغانستان کړکیچ په واقعي معنی پای ته ورسوي؟ ایا له دغو ناستو به افغانستان ته یو مقتدر، متحد، آزاد، امن او با ثباته دولت را و وځي؟
ځکه دا ډول شانداره او په ظاهره هیله بښونکې ناستې پخوا هم تر سره شوي دي. د بیلګې په توګه له لومړي بُن څخه یادونه کولی شو. هغه ناسته چې کابو د نړۍ ټولو پياوړو او مطرحو هیوادونو په کې حضور در لود. خو د بُن له غونډې را وتلې نسخه همدا شل کلنه جګړه او په فساد ککړ یو لړزانده او کاواکه نظام دی چې که د امریکا ملاتړ نه وي، نو شاید چې دوه میاشتې هم دوام و نه کړي. په بُن کې هم همدا دولتونه وو چې نن یي په مسکو کې ګډون درلود. تر دې لا خورا زیات نور دولتونه هم ول چې د بُن په غونډه کې ګډون درلود او خپل ملاتړ یې له هغې څخه اعلان کړی و.
افغان ولس به څنګه په دغه ډول غونډو او ددوی په جوړونکو  باور وکړي. د افغانستان په کړکیچ کې دخیل همدا ستر قدرتونه وو چې افغانستان يي د افغانانو په ګورستان بدل کړ. همدا امریکا، چین، روسیه، اروپایي ټولنه، هند، پاکستان او ایران وو چې افغانستان یې د خپلو سیاسي او استخباراتي سیالیو په ډګر بدل کړ او له افغانستان څخه یې افغانانو ته جهنم جوړ کړ. کوم ستر او نه جبرانیدونکی قیمت چې اوس افغانان پریکوي، د همدغو دولتونو د سیاست او کړنو پایله ده. دا امریکا ده چې افغانستان یې د خپلو وسلو د ازمایښت په مرکز بدل کړ او سل‌ګونه زره افغانان یې په ړندو بمباریو تر خاورو لاندې کړل.
د امریکا متحده ایالات او د دوی متحدین غواړي چې د طالبانو تحریک په یوه ډیموکراتیک نظم او بهیر کې شامل او له خپل اصلي مسیر څخه منحرف کړي.
د افغانستان نږدې ۴۲ کلن تاریخ دا ثابته کړې چې هیڅ بهرنۍ اجنډا د افغانستان مشکل نه دی حل کړی، بلکې له بده یې بدتره کړی دی. افغانان د بهرنیو اجنډاګانو د تطبیق او واردولو اوږده تجربه لري چې خپله طالبان یې هم شاهدان دي. اوس هم چې کوم کړکیچ روان دی او ورځ تر بلې یې غوټه پېچلې کیږي، د بهرنۍ اجنډا د ورود پایله ده. همدا بهرنیان دي چې نه غواړي د افغانستان کړکیچ ختم شي او افغانان خپل برخلیک په  خپل لاس کې واخلي.
دا یو طلایي فُرصت دی چې د طالبانو تحریک او نور افغان سیاسون او احزاب باید ترې ګټه واخلي. له دې چې د مسکو په بلنه د یوه میز شاته کښیني، ښه به وي چې خپله دغه ابتکار په لاس کې واخلي او د امریکا یا هر بل بهرني دولت له مداخلې پرته، د میز شاته سره کښیني او په داسې یوه بدیل توافق وکړي چې هغه رښتیا د دې ولس له بطن او ارزښتونو څخه را وتلی وي. افغانان ټول مسلمانان دي او هر مشر چې د هر قشر/پاټکي مشري کوي، هغه هم مسلمانان دي. په دې خاطر، اسلامي نظام تر ټولو آسانه، بنیادي او مناسبه بدیل دی چې افغانان پرې راټولیدلی شي. موږ باید د حذف سیاست څخه لاس واخلو. اسلامي نظام کې د ټولو خیر دی، د ټولو عزت په کې خوندي او د ټولو مشترک ارزښت دی.
اسلام هغه دین او دولت دی چې خپل اهل ته عزت او قدرت ورکوي. که افغان لوري د قدرت په لټه کې وي، نو اسلامي نظام دوی ډیر ژر قدرت ته رسولی شي. اسلامي نظام افغان سیاسون او رهبران له اوسني ذلت څخه وباسي چې کله د مسکو په دروازه کې ولاړ وي او کله د واشنګټن. بس دی، تېر شل کاله ذلت او محنت بس دی. باید درس ترې واخلو. کمونیزم او ډیموکراسي مو دواړه تجربه کړل. له ذلت، جګړې، فقر، بې‌ثباتۍ، نفاق او بې‌دینۍ پرته، بل هیڅ شی مو و نه لیدل. که اوس هم عبرت نه اخلو او بیا هم د نورو په لوبو کې لوبیږي، نو بیا د خدای (ج) او د دې مظلوم او میړني ولس په وړاندې مسئول یو چې ځواب یې خورا دروند او نه جبرانیدونکی دی.


   


   ارسال نظر